کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۲ل)
د نايجيريا نوي حکومت له امريکا سره پوځي تړون، چې په دې هېواد کې يې د امريکا پوځي حضور ته اجازه ورکوله، لغوه اعلان کړ.د نايجيريا پوځي شورا اعلان کړی، چې په هېواد کې يې د امريکا د پوځي حضور تړون يو طرفه لغوه کړي دي.د يادې شورا وياند په رسمي ډول ويلي، چې له دې وروسته نايجيريا کې د امريکا پوځي حضور ناقانونه او د دې هېواد له ملي ګټو سره په ټکر کې دي.د نايجيريا پوځ شاوخوا ۷ مياشتې وړاندې د وخت ولسمشر محمد بازوم له واک څخه لرې کړ او په خپله خاوره کې يې د فرانسې پوځي حضور پای ته ورساوه.


















