کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۲ل)
مشهور فلسطیني لیکوال او د منځني ختیځ د چارو څېړونکي دکتور “حسام یوسف” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سعودي په ګډون ټول عربي هېوادونه د حماس ناکامۍ ته شیبې شماري.
نوموړي ادعا کړې، چې غزه کې د جګړې له لومړۍ ورځې څخه د سعودي تېل اسرائیلو ته روان دي او هغوی یي د غزې د مظلومانو پر وژلو مصرفوي، امارات بیا په نقدي مال د اسرائیلو همکارې کوي، أردن ورته غذایي مواد لیږي، بحرین بیا أمریکا ته نظامي اډې ورکړي چې یمن په نښه کړي أو د اسرائیلو ذخیرې خالي کیدو ته پرې نږدي، همدا ډول مصر هم د غذایي موادو کانټینرې اسرائیلو ته یي لیږي.
د نوموړي په خبره ټول عرب حاکمان اخوان المسلمین سره دښمنې لري، دوی ټول د حماس په ماتېدو کي سره متفق دي.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې فلسطیني څېړونکې عربي نړۍ صهیونیستي ريژیم سره په اړېکو درلودو تورنوي بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو فلسطیني خبریالانو، لیکوالانو او د حماس اسلامي غورځنګ په ګډون د فلسطیني مقاومتي ډلو مشرانو عرب واکمنان صهیونیستي اشغالګرو سره په همکارۍ تورن کړي و.


















