کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸، کب، ۱۴۰۲ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې اسرائیلي اشغالګرو سره په مخامخ نښته کې د حماس اسلامي غورځنګ مهم قوماندان “فایق المبحوح” شهید شوی دی.
په غزې کې د حماس حکومت د اطلاعاتو مرکز د “المبحوح” د شهادت خبر تایید کړی او نوموړی یې د حماس ادارې په لیکو کې له بهرنیو مرسته رسونکو سره د همغږی د ډلې مشر بللی ده.
د ویلو ده، چې اسرائیلي اشغالګرو نن دوشنبه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې برید جنرال فایق عبدالرؤف المحبوح” د حماس غورځنګ د داخلي امنیت اړوند د عملیاتي قطعې قوماندان و او په اسرائیلي پوځيانو یې ګڼ بریدونه طرحه کړي و.