نايجيريا؛ حکومت ضد وسله‌ والو د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۸۷ تنه تښتولي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۲ل)

د نايجيريا نظامي مسئولين وايي، چې د ياد هېواد د کاډونا ايالت په کجرو سېمه کې وسله‌والو په يوه بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۷ کسان تښتولي.د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم وسله‌والو په دې هېواد کې د يوه ښوونځي د زده‌کوونکو او ښوونکو په ګډون ۲۸۶ کسان تښتولي وو.ملګري ملتونه وايي؛ د نايجيريا په شمال لويديځ او د مرکزي برخې په شمال کې وسله‌وال د خلکو څخه د باج ترلاسه کولو په موخه ورته تښتونې ترسره کوي، چې دا کړنه سيمه کې د تاوتريخوالي او د نږدې يو ميليون وګړو د کډوالۍ لامل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button