دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د غزې جګړه د صهیونیستي رژیم ستراتیژیکه ماته!

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 18, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
266
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د غزې جګړه د صهیونیستي رژیم ستراتیژیکه ماته!

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګي القسام جنګیالیو د اکټوبر په ۷ اوومه پر صهیونیستي رژیم یوه زړوره حمله وکړه چي د دغه رژیم په تاریخ کي دا دوی ته تر ټولو ستره ماته وه، دغه ناکامي چي حتی د صهیونیست رژیم چارواکو هم منله، د دغه رژیم تاریخي ‌ذلت ؤ، ځکه اسرائیلو په غزه کي د سخت تعقیب او څارني سره سره د داسي یو قوي برید احتمال نسو کولای، د حماس د برید په اړه د اسرائیلو حیرانتیا پخپله د عملیاتو له امله نه، بکله د محتوا او شدت له امله وه، اسرائیلو یاد برید پر امریکا د سپټمبر د یوولسمي د برید سره ورته ګڼی، خو لکه څنګه چي د سپټمبر د ۱۱ یوولسمي په وړاندي د امریکا غبرګون ډېر غیر متناسب ؤ، په غزه باندي د غاصب رژیم برید هم غیر متناسب او د اړتیا په پرتله خورا پراخ ؤ، د دغي جګړې په پیل کي سیمي ته د امریکایی چارواکو دسفر موخه اسرائیلو ته خبرداری ورکول ؤ چي د امریکا تېروتني تکرار نه کړي دا د دې سبب سو چي تل ابیب د څو ورځو په جریان کي د حماس ځواکونو پر خلاف په غزه کي هراړخیزه هوائی عملیات پیل کړل چي له امله یې تر دې دمه د سلهاوو ماشومانو په ګډون ( ۳۱۰۰۰ ) دېرش زره بې ګناه فلسطیني عام وګړي شهیدان، تر ( ۷۰۰۰۰ ) اویا زره زیات زخمیان او تر یو میلیون زیات بې کوره کړل، د فلسطین د روغتیا وزارت د اعلان له مخي: په اوسنیو حالاتو کي ۱۲ روغتونونه او ۲۳ طبي مرکزونه له کاره وتلی دي او په وینا ئی دوی د پرله پسې حملو او تیلو د کمښت له امله د پاته محدودو روغتیائی مرکزونو د بندیدو په اړه اندیښمن دي، دغاصب رژیم دغو جنایتونو ته په پام سره ځینو ته دا سوال پیداکیږي چي په صهیونیستي رژیم باندي د حماس د حملې اصلي علت څه ؤ؟ د دې پوښتني په جواب کي باید لاندي ټکي د اصلي لاملونو په توګه یاد کړي.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزې د خلکو په وړاندي د صهیونیستي رژیم اجراات
صهیونیست رژیم له ۲۰۰۷ م کال راهسي د غزې تراډه تر یوې پراخي محاصرې لاندي نیولې ده، غزې ښار ته ټولي دخولي او خروجي لاري د غاصب رژیم په کنټرول کي دي، هغه جنایت چی غزه یې د نړۍ په تر ټولو ستر زندان بدله کړې ده او دغه تراډه په تیرو ( ۱۶ ) کلونو کي له تر ټولو بدو انساني حالاتو سره مخامخ ده، دغه راز صهیونیستي رژیم څه د پاسه تر لس زره زیات فلسطینیان چي په سلګونو ښځي او ماشومان هم پکښي شامل دي بندیان کړي چي ځیني یې په سختو شرایطو کي دي، صهیونیستي رژیم له فلسطین سره د جګړې په باره کي د صلحي له پلانونو سره سره په وار وار او پرله پسې ډول د فلسطین د جغرافیې په لاندي کولو سره د دغه هیواد خلک له خپلو کورونو ایستلي دي ، اشغالګر رژیم نه یوازي د اشغال سویو سیمو څخه بلکي له لویدیځي غاړي او غزې څخه هم د فلسطینیانو په ښړلو باور لري او موخه یې د فلسطین په خاوره کي د اسلامي هویت له منځه وړل دي. په الاقصی مسجد باندي د نیواکګرو ځواکونو تکراري جارحانه اقدامات او په عبادت کوونکو او هلته په میشتو فلسطینیانو باندي د هغوی وحشیانه بریدونه هغه موارد وه چي د اقصی طوفان د ترسره کولو د جدي هوډ سبب سو.

د فلسطین په وړاندي د ملګرو ملتونو او نړۍ د قدرتونو خیانت
په حقیقت کي په صهیونیستي رژیم باندي د حماس د حملې یو علت د نړیوال نظام د جوړښت له فعالیت سره تړاو لري.

ملګري ملتونه او په دغه ساختار کي ستر قدرتونه د فلسطین لپاره د صلحي او امنیت د رامنځته کولو لپاره په ظاهره ژمن دي خو په عمل کي د صهیونیستي رژیم په څنګ کي د جګړې له یوه اړخ سره اړخ لګوي، د غاصب رژیم څخه د نړیوالو قدرتونو یو اړخیزه ملاتړ چي امریکا د دې ملاتړ مشري کوي، دغه ډول چلند فلسطینیان د سولي د رامنځته کولو لپاره د نړیوالو قدرتونو او ملګرو ملتونو له رول څخه مایوسه کړي، له بل پلوه د غزې په اړه د عربي هیوادونو د ښکاره او پټو عکس العملونو ترمنځ لوی توپیر شتون لري ډیری عرب مشران د حماس اسلامي غورځنګ د اسلامپالني او ایران سره د اړیکو له امله خپل دښمن ګڼي، خو د ځینو عرب هیوادونو خواخوږي د حماس سره د اسلامي ایډیالوژۍ پر بنیاد نه بلکي د دوی د اتباعو د غوصې له امله ده.

له صهیونیستي رژیم سره د عربو هیوادونو د اړیکو نورمال کېدل
بل عامل د نیواکگر رژیم سره د عربي هیوادونو د اړیکو دعادي کولو له بهیر سره تړاو لري. په وروستیو کلونو کي د تش په نامه ” ابراهیمي تړون ” په نوشت د امریکا په منځګړیتوب یو شمېر عربي هیوادونو د اشغالګر رژیم سره د اړیکو عادي کولو ته مخه کړې ده، امارات، بحرین، مراکش او سوډان په یادو هیوادونو کي شامل دي په دې وروستیو کي د صهیونیستي رژیم سره د سعودي د اړیکو د عادي کولو مسئله هم ډېره جدي سوې ده، د صهیونیستي رژیم سره د عربي هیوادونو د اړیکو عادي کېدل په عربي نړۍ کي د فلسطین د مهمې مسئلې د پرېښودولو په معنی دي، په داسي حال کي چي یو وخت د فلسطین دفاع د عربي نړۍ د واکمنانو د مشروعیت یوه سرچینه وه، په عربي نړۍ کي د فلسطین د مقام کمزوری کول د فلسطینیانو پر خلاف د صهیونیستانو د زیات تاوتریخوالي سبب سو چي د الاقصی طوفان د تر سره کولو یو مهم عامل دئ.

د سولي نا امیدي
حماس او د غزې وګړي په دې باور دي چي نه یوازي دا چي د سولي امکان نسته بلکي دا دصهیونیستي رژیم په کټه یو شرط دئ ځکه دوی دې نتیجې ته رسېدلی دي چي د عربي هیوادونو په شمول نه د نړۍ لوی قدرتونو او نه هم ملګري ملتونو په عملي توګه د روان تاوترخوالي په وړاندي کوم ګام پورته کړئ نو ځکه هیڅ سوله ایزه لاره شتون لري.

یاد سوي څلور عوامل هغه څه وه چي د الاقصی طوفان په نتیجه کي صهیونیستي رژیم په تاریخ کي د تر ټولو ستري پوځي او استخباراتي ماتي سره مخ سو، په حقیقت کي د القسام ځواکونو ثابته کړه چي د قدرت انډول د صهیونیست رژیم په کټه نه دئ لکه څنګه چي پخوا ؤ حماس ځواکونه کولای سي دغه رژیم ته سخت ګوزار ورکړي او له ځانه دفاع وکړي. نو ځکه ویلای سو هغه څه چي حماس د صهیونیستي رژیم په وړاندي کړي د مشروع دفاع یوه بېلګه ده.

په اوږد مهال کي د صهیونیستي رژیم د ستراتیژیکي ناکامۍ او د حماس د بریا احتمال
۱- د اکټوبر د اوومي برید ډېری اسراییلیان اړکړل چي د غزې پولي ته نژدې د هیواد په سویل کي ‌ژوند کوي خپل کورونه پریږدي. د اسرائیلو په شمال کي د حزب الله نژدې پرله پسې راکټونو او هاوانونو لسګونه زره نور بې ځایه کړي دي. په ټوله کي (۲۵۰) زره اسرایلیان اوس له کوره لیري ژوند کوي، یا په هوټلونو کي چي د حکومت لخوا پیسې ورکول کیږي یا د خپلوانو سره، د دې خلکو باور ترلاسه کول چي خپلو کورونو ته راستانه سي د اسراییلو لومړیتوب دی، مګر د دوی باور بیرته راګرځول به له نظامي او رواني پلوه ستونزمن وي اسراییل باید و توانیږي چي حماس او حزب الله دواړه مات کړي یایې مخه ونیسي مګر ” ناکامي ” او ” مخنیوی ” مبهم او بې ثباته مفکرې دي، اسرائیل باید خپل خلک قانع کړي چي دوی خوندي دي، خو د اکټوبر د اوومي ناکامۍ ته په کتو چي اسراییلي استخبارات د برید په کشف او خبرداري کي پاتي راغلل دا هر څه ستونزمن کړل.

حزب الله تر اوسه د حماس سره د پیوستون ښودلو لپاره پر اسرائیلو محدوو بریدونه کړي دي،
۲- اسرائیلیانو دا منلې ده چي د فلسطیني ملکیانو وژل د حماس ملاتړ نور هم زیاتوي او د اسرائیلو نړیوال دریځ کمزوری کوي، خو دوی په دې باور دي چي د حماس د له منځه وړلو لپاره پرته له دې چي پوځي عملیات په لاره واچوي بله چاره نه لري چي په پایله کي به یې د ګڼو ملکي وګړو د وژل کېدو لامل سي.
د امریکا په ملاتړ پر غزې د اسرائیلو د څو ټنو بمونو غورځولو او سختو بمباریو سره سره بیا هم داسي خبر ندئ څرګند سوی چي د ښځو په ګډون دي کورنی د مقاومت ځواک ملامت کړي او یا دي حماس د دوی د شهادت مسؤل وګڼي. د غزې جګړې دې زاویې ته په پام سره د صهیونسیت رژیم هغه تبلیغات چي حماس د فلسطیني وګړو څخه د سپر په توګه په استفاده تورنوي بې بنسټه کوي، پدې اړه اسرائیل نه پوهیږي چي حماس په غزه کي چیري دي او بار بار یې ویلي چي په خپلو بریدونو کي یې د حماس اډې په نښه کړي او که یې کړي دا یوازي تبلیغات دي د دوی بریدونه یوازي په دې سیمه کي پر ملکي وګړو، ماشومانو او بې وسلې کسانو ړندې بمبارۍ دي، ځکه حماس په غزه کي د داسي تونلونو شبکه لري چي Km۵۰۰ اوږدوالی لري او په مټ یې کولای سي تر راتلونکو څو کلونو پوري مقاومت وکړي.
د غزې په تراډه کي د صهیونیستي رژیم د عملیاتو هدف په مستقیمه توګه د غزې د خلکو او د هغوی د کورنیو په شمول د ښځو وژل دي، د ښځو او نارینه وو مورال له منځه وړل او ماتول او د دې سیمي د خلکو جبري مهاجرت د اشغالګرو وروستی هدف دئ، خو د ښځو په ګډون د دې سیمي ټولو اوسیدونکو د خپل وطن د پریښودلو څخه ډډه کړې، د چاودونو او ودانیو د نړیدو په غمجنو صحنو کې د نارینه وو تر څنګ د ښځو ځواکمن شتون *یوه الګو ده او هغه څه چي ډېر مهم دي په دې جګړه کي د غزې د خلکو بارز رول دئ.

۳- له بلي خوا د اسرائیلو په وړاندي نړیوال او سیمه ایز فشارونه، د جګړې په لومړیو ورځو کي کله چي امریکایی چارواکي د اسرائیلو بشپړ ملاتړي وو، دوی د اسرائیلو په ستراتیژۍ لږ انتقاد کاوه. خو د وخت په تېرېدو په تېره بیا د لنډمهاله اوربند له ناکامېدو وروسته ځیني امریکایي چارواکي د اسرائیلو تګلاره په جدي توګه تر پوښتني لاندي راولي، د امریکا دفاع وزیر لویډاسټین په باور چي وایی: « اسرائیلو د تاکتیکي بریاوو لپاره په یاده جګړه کي ستراتیژي قرباني کړې ده » وضاحت دا دئ یعنی د هر فلسطیني په بدل کي چي وژل کیږي د حماس د غړو شمیر به نور هم اضافه سي، چي په راتلونکي کي به د اسرائیلو لپاره د لا زیاتي نا امنۍ سبب سي، ځکه هیڅکله جګړه د خلکو په عمومي بمبارۍ نه ده ګټل سوې. امریکا پر اسرائیلو د فشار راوړلو لپاره بېلا بېل وسایل په لاس کي لري دا هیواد کولای سي اسرائیلو ته د وسلو د مرستي بندولو، په ملګرو ملتونو کې د ملاتړ دفاع نشتوالی یا د اسرائیلو او عربي هیوادونو تر منځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د اوږدې مودې هڅي ودروي. خو امریکا ځکه دا کار نه کوي چي په منځني ختیځ کي حماس د خپلو امنیتي او اقتصادي حیاتي ګټو لپاره لوی تهدید کڼي، سعودي هم د هغه څه لپاره چي د فلسطینیانو د پرله پسې حرکتونو او له حقوقو څخه د محرومیت له امله رامنځته سوي اسرائیل یې مسؤل بللي، ایران او قطر نور دوه هغه خیلجي هیوادونه دي چي د اسرائیلو په وړاندي توند دریځ لري چي دا پیښي به د ابراهیمي تړون امکانات نور هم له منځه یوسی.

۴- په یاده جګړه کي اسرئیلو ته له اقتصادي اړه هم زیات تهدیدات مواجه دي، په ځانګړې توګه په باب المندب کي د حوثي یاغیانو ( انصارالله ) کړنو د اسرائیلو اوبو ته د ننوتونکو بیړیو شمیر یو په لسمه کم کړئ، دوی د باب المندب له لاري پر اسرائیلو بریدونه کوي که څه هم دا بریدونه تاکتیکي دي،خو دا کولای سي ستراتیژیکي اغیزې رامنځته کړي او دا هغه څه دی چی اسرائیلو مخکي نه وه تجربه کړي

۵- د نړیوالي معادلې د تغیر احتمال، د اسرائیلو له قتل عام څخه د لویدیځ په تیره بیا د امریکا بې بنسټه ملاتړ ثابته کړه، چي د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د لویدیځ لخوا جوړ سوی نړیوال قانون په څېر اصول له ټوکی پرته بل څه نه دي. د دې انګرني اوږدمهاله پایله د نړیوال سیاست په راتلونکي کي لیدل کېدای سي، داسي ښکاري چي د په دې جګړه کي د لویدیځ په خاصه بیا د امریکا د بشر ضد کړنو د چین په څېر یوه لوبغاړي ته د زیات رول د لوبولو لاره هواره کړه.

مخکینې مطلب

د روسيې انتخابات او لاس وهنې

بل مطلب

غزه؛ اسرائیلو اشغالګرو سره په نښته کې د حماس مهم قوماندان شهید شوی

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت د ثور اوومه غندلې او اتمه یې د بریا تاریخي ورځ بللې

جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو په پانګونه د سیمنټو د سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې

په حیرتان بندر کې د ۶۰ زره ټنه نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه بیا پیل شوه

کورنيو چارو وزير په کابل کې د چین له سفیر سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

بلخ کې د اوو ولایتونو ترمنځ د تکواندو اوولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

چینايي شرکت په بغلان کې د فولادو سترې فابریکې جوړولو ته لېوالتیا ښودلې

د نړۍ پوځي لګښتونه په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲.۹ ټریلیون ډالرو ته رسېدلي

اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com