غزه؛ د حماس ځواکونو بریدونو کې لسګونه اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۲ل)

د راپورونو له مخې غزه کې د “الشفاء” روغتون شاوخوا کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا په ځپونکو بریدونو کې لسګونه اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شوي دي.

د حماس سرچینو د مقاومت اړوند “الأقصی” تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ځواکونو لسګونه اسرائیلي ټانکونه د “یاسین 105” او البناء توغندیو باندې په نښه کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي اشغالګرو پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ویلو ده، چې د اسرائیلو ترهګر ريژیم تر اوسه د حماس غورځنګ د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې تېر ۲۴ ساعتونه یې غزه کې ځواکونو ته خونړي و او لسګونو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button