کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو سور سمندرګي کې د امریکایي اشغالګرو یوه پوځي بېړۍ ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ادعا کړې ده، چې د امریکایي اشغالګرو پوځي بېړۍ اسرائیلو ته وژونکې وسلې لیږدولې، چې د دوی د ځواکونو لخوا د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه او په پشپړه توګه ویجاړه شوه.
د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د برید پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله یې څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې د تېر 2023م کال د نوامبر د میاشتې له ۱۹ نیټې راهیسې د یمن وسله والو ځواکونو د فلسطیني ولس د ملاتړ او پر غزې تړانګې د صهیونیستي اشغالګرو لخوا د روان وحشت په غبرګون کې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د امریکا، برېتانیا، اسرائیلو او ځینو نورو هېوادونو په بېړیو د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغنديو په وسیله 81 بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې لسګونه بېړۍ له منځه وړي دي


















