کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو د اشغال شوي فلسطین په “اُم الراشد” ښار ګوتي کې د اسرائیلي اشغالګرو پر یوې پوځي اډې د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” المیسره خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې یاد بریدونه یې پر غزې تړانګې د اسرائیلي ترهګر ريژیم د روانو وحشي بریدونو په غچ کې ترسره کړي دي.
د ښاغلي سریع په خبره: یاد بریدونه یې بریالي و، چې په پایله کې یې د اسرائیلو څو الوتکې، د تېلو او وسلو زیرمې تخریب شوي او دغه راز ګڼو صهیونیستي اشغالګرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د یمن وسله وال ځواکونه د اسرائیلو پر اډو توغندیز بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم څو ځله ورته بریدونه ترسره کړي دي.


















