ولسمشر پوتین: تایوان د چین له وجود بیل شوی غړی دی او ډېر ژر به له خپل وجود سره وتړل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۴۰۲ل)

د روسیې ولسمشر “پوتین” تایوان د چین له وجود څخه بیله شوې برخه بللې او په خبره یې هغه ورځ لرې نه ده، چې دغه غړی بېرته له خپل اصلي وجود سره وتړل شي.

ولسمشر پوتین د خپلو خبرو پر دوام غربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې د چین او تایوان ترمنځ دی د موږک او پېشو رول نه لوبوي او په خبره یې چین به کله هم له خپلې داعیې لاس پر سر نه شي.

د ویلو ده، چې ولسمشر پوتین داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر بایډن خبرداری ورکړی و، چې چین ته به اجازه ور نه کړي، چې په تایوان حمله وکړي او یا یې اشغال کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button