یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د آصف دراني غیر مسئولانه څرګندونې او د اسلامي امارت سیاسي شعور

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 19, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
39
ځلې شریک شوی
482
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمد کوثر دولتزی
تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د اسلام اباد په یوه انسټیټیوټ کې د افغانستان په تړاو غیر مسئولانه او نا سنجیده څرګندونې وکړې.
ده د خپلو خبرو په جریان کې پر افغانستان تور ولګاوه چې په افغانستان کې د ټي ټي پي تر ۶۰۰۰ پورې وسله وال جنګیالي روزل کیږي چې لګښتونه یې هند ورکوي. له دې څخه مخکې هم پاکستان په وار وار اسلامي امارت د ټي ټي پي پر ملاتړ تورن کړی ،خو دا ځل یې هند هم په کې راګډ کړ. حال دا چې اسلامي امارت په وار وار د پاکستاني چارواکو تورونه رد کړي او ویلي یې دي : هېچاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو، سیمې او نړۍ په وړاندې ناوړه وکاروي.
سربېره پر دې، له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د متوازن او بې پري بهرني سیاست تګلاره تل روښانه ده، چې د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو دروازې یې د هند او پاکستان په ګډون د نړۍ پر مخ پرانیستي.

بل لور ته هند د اسلامي امارت نوموړې تګلاره درک کړې او د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل ته ورځ تر بلې لا زیات را وړاندې کېږي، حال دا چې لا تر اوسه یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان نه دي منلي، خو بیا هم د سیمې له ځینو هیوادونو څخه لا زیاتې بشري مرستې کوي او د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري لا ډیره مخ پر پراخیدو ده.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان چې د خپل کمزوري بهرني سیاست له امله د نړۍ د بې اعتبارو هیوادونو په لیست کې دی، اوس هڅه کوي چې د خپلې کمزورۍ او ناکامۍ پړه یو ځل بیا پر افغانستان واچوي. له دې وړاندې هم دوۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلیټ فورم څخه د اسلامي امارت خلاف ناوړه ګټه پورته کړه او هڅه یې وکړه چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ ځاله تعریف کړي تر څو د نړیوالو توجه د ترهګرۍ په نوم زیاتیدونکي تهدید ته راجلب کړي.

په هر صورت، دا چې له یوې خوا د اسلامي امارت نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې مخ پر پراخیدو دي او هم په کور دننه لویې او کوچنۍ زیربنایي پروژې يې په کار اچولي، بل لور ته يې له سیمې او نړۍ سره په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې راکړه ورکړه لا پسې غځېږي. په دې برخه کې هند یوه بېلګه ده، هند د افغانستان د صادراتو لپاره یو له مهمو هیوادونو څخه دی، چې د تیر کال په پرتله نوموړي هیواد ته د افغانستان په صادراتو کې ۳۹ سلنه لوړوالی راغلی، یعنې په ۲۰۲۲ کال کې هند ته د افغانستان صادرات د ۴۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت وو او په ۲۰۲۳کال کې دا ارقام ۵۷۹ ډالرو ته لوړ شول.

همدا راز، هند هڅه کوي چې ځان د سعودي او متحده عربي اماراتو له لارې له اروپا سره او همدارنګه د چابهار له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي او هم له همدې لارې څخه افغانستان له هند او نړۍ سره وصل کړي، خو پاکستان لا هم تر اوسه ځان له افغانستان سره په پوره معنی وصل نه کړ، مرکزي اسیا خو لا لرې خبره ده.

پایله: که څه هم په پاکستان کې نوی حکومت رامنځته شوی، چې د امنیت په ګډون له خورا زیاتو ننګونو سره لاس او ګریوان دی، چې له ټولو مهم یې د پاکستان مخ په ځوړ اقتصادي حالت دی، خو که د پاکستان سیاست همداسې نا سنجیده روان وي ،نو لرې نه ده چې نږدې راتلونکې کې اسلامي امارت په دا ډول بې بنسټه خبرو غوږ ونه ګروي، بلکې د دې پر ځای به پر دې لا غور وکړي چې څه ډول د هغو هیوادونو په قطار کې ځان راولي چې پرمختللي دي او د پرمختګ په ځغاسته کې ورسره یوځای شي، چې له دوی څخه مخکې دي.

لوی ټکي: اصف درانی، څرګندونې، امارت، سیاسي شعور،
مخکینې مطلب

ولسمشر پوتین: تایوان د چین له وجود بیل شوی غړی دی او ډېر ژر به له خپل وجود سره وتړل شي

بل مطلب

سوریه؛ د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې د سپاه پاسدارن پنځه لوړ پوړي قوماندانان وژل شوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com