کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۳)
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” نن پنجشنبه سهار وختي د اسرائیلو په پلازمېنه “تل أبیب” کې د برېښنا پر یوې دستګاه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د اسرائیلي رسنیو د خبر له مخې تر یاد بریدونو وروسته د څو ساعتونو لپاره د تل أبیب په ځینو سیمو کې د برېښنا خدمات پرچاو شوي وو.
د عراق د اسلامي مقاومت سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی او په خبره یې وروستي بریدونه یې غزه او سوریه کې د صهیونیستي ريژیم د وروستیو وحشیانه بریدونو په غچ کې ترسره کړي دي. یا دې ډلې ګواښ کړی، چې سیمه کې د امریکا، برېتانیا او اسرائیلي اهدافو پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.
د ویلو ده، چې د عراق اسلامي مقاومت غورځنګ تېره شپه ناوخته د اسرائیلو یوه پوځي اډه او “ایلات” بندري ښار هم په نښه کړي و.


















