اسرائیلي ورځپاڼه: د لبنان-اسرائیلو پر پوله لسګونه ښارونه د حزب الله بریدونو کې ویجاړ شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۳ل)

د مشهورې اسرئیلي ورځپاڼې “یدیعوت اخونوت” د خبر له مخې د تېر 2023م کال د اکتوبر له 7 مې نېټې راهیسې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله غورځنګ په توغندویي او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لسګونه اسرائیلي ښارونه ویجاړ شوي دي.

یادې ورځپاڼې:د حزب الله د ځواکونو لخوا د لبنان- او اشغال شوی فلسطین په سرحدونو کې د صهیونیستانو میشت ځایونو ته د اوښتو زیانونو انځورونه هم خپاره کړي دي.

د ویلو ده، چې که څه هم یادې ورځپاڼې د حزب الله په بریدونو کې اسرائیلو ته د اوښتو ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د 7 اکتوبر راهیسې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د حزب الله ځواکونو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي او حزب الله غورځنګ نږدې هره ورځ په اسرائیلي میشت ځایونو بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button