کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۳ل)
له غزې وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۵ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې “الشفا” روغتون ته څېرمه حماس ځواکونو سره په خونړیو نښتو کې د اسرائیلي پوځ د 401 عملیاتي کنډک قوماندان “سباستیان ایوان” په ګډون یې ۵ پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
اسرائیلي پوځ هم د خپل دغه لوړ پوړی قوماندان وژل کېدل تایید کړي او په خبره یې جسد یې یې د سره صلیب په مرسته “تل أبیب” ته وړل شوی دی.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ سرچینو بیا رسنیو ته ویلي، چې د “الشفا” روغتون ته څېر مه یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۶ صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

















