کابل ټکی کام (جمعه، ۳ وری، ۱۴۰۲ل)
د یمني حوثیانو بنسټګر او روحاني مشر “عبدالمالک حوثي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسرائیلي ترهګر او وحشي ريژیم پر وړاندې به خپل بریدونو ته دوام ورکوي.
نوموړي، چې د مقاومت اړوند “المیادین” تلویزیوني شبکې سره یې خبرې کولې وویل: ځواکونو مو د صهیونیستانو لخوا غزه کې په مظلومو فلسطینیانو د اسرائیلي ريژيم د ترهګریزو حملو په غبرګون کې په سره سمندرګي، عدن خلیج او د هند په سمندر کې سلګونه بریالي عملیات ترسره کړي او دا لړۍ به تر هغو روانه وي، چې امریکا د اسرائیلو له ملاتړه لاس نه وي اخیستی او صهیونیستي ریژیم غزه کې خپل وحشیانه یرغل ته د پای ټکی نه وي ایښئ.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د اسرائیلو “ایلات” ښار کې باندې د دوی د بالستیک توغندیو پر لپسې بریدونو یاد مهم تجارتي بندر فلج کړی او تر نیمایي ډېرو کارکوونکي یې له دندو تښتیدلي دي.
د ویلو ده، چې د حوثیانو د اسلامي مقاومت سازمان “انصارالله” دغه بسنټګر مشر په لومړي ځل له یمن څخه په اسرائیلي ښارونو د ویشتل شویو توغندیو شمېرې په ډاګه کړي. د حوثي په خبره د تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له نیمایي څخه یې تر اوسه په اسرائیلو ۴۷۹ د بالستیک توغندیو او ۲۰۰ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي، چې نږدې ټول یې بریالي و او په خپلو اهدافو لګیدلي دي.

















