کابل ټکی کام (جمعه، ۳ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” د قطر پلازمینې دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې د اسرائیلو پر وړاندې روانې جګړې د اسلامي تاریخ پرېوتې پاڼه یوځل بیا را ژوندی کړه.
د هنیه په خبره تاریخ به ولیکي: چې د یو نیم میلیارد مسلمانانو په شتون کې د غزې مسلمانانو په لوږه او تنده کې د صهیونیستانو خلاف جګړه کوله.
هنیه یوځل بیا د اسلامي نړۍ په حاکمانو توندې نیوکې کړي دي او هغوی یې تورن کړي، چې د اقصی او فلسطین قضیه یې له پامه غورځولې ده.
د ویلو ده، چې اسماعیل هنیه یوځل بیا ټینګار کړی، چې د غزې په ګډون د ټول فلسطین تر خپلواکۍ به د اسرائیلي ترهګرو پر وړاندې خپلې وسله والې او سیاسي مبارزې ته دوام ورکوي.

















