یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ايبوګين څه شی دي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مارچ 22, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
130
ځلې شریک شوی
1.6k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبدالولي وحدت

ايبوګين چې يوه نشه لرونکې او بې اندازې انرژي توليدونکې ماده ده په لومړيو کې په افريقا کې کشف شوه چې له اوسني توليد سره یې بيخي متفاوت درلود، دا ماده د iboga په نامه له ونې څخه لاس ته راځي، او نوم یې هم له همدې ونې څخه اخيستل شوی دی . د Pygmy په نامه افريقايي قبيلې به چې په غربي افريقا کې اوسېدله له دې مادې څخه څخه په ځينو مذهبي او دوديزو مراسمو کې استفاده کوله ، او ددې قبیلې خلکو به ددې مادې پوستکی او ريښه سره جدا کولې او بيا به یې مطلوب حالت ته د رسېدلو لپاره په اوبو کې جوش کوله.

دا هم ولولئ

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

دا داسې ماده ده چې په خوړلو سره یې انسان د خورا ډېرې انرژي احساس کوي، د بدن کارکرد ورسره لوړېږي او انسان فکرکوي چې زور وکړي هرڅه کولای شي، په کارولو سره یې انسان د ادرارو سيستم باندې کنترول له لاسه ورکوي او انسان د ويرې او ډار احساس تر هغو نه کوي چې ددې مادې نشه یي اغېز په انسان کې وي.
په ۱‍۹۲۰ ميلادي کال کې له ايبوګين څخه فرانسې هم استفاده وکړه او د Lambarène په نامه یې توليدول او هغو ورزش کارانو ته به یې ورکول چې مسابقو ته به اماده کېدل چې د خوشحالي احساس وکړي او ډېره زياته انرژي توليد کړي خو ژر پوه شول چې دا نشه يي درمل د زړه د درېدلو او د رګونو د تنګېدلو سبب کېږي او له دې امله یې درمل له بازارونو څخه راټول کړل چې خلک پرې روږدي کېږي او د مړينې لامل یې کېږي او بيا یې خرڅول او اخيستل په کلکه بند کړل.

د ۱۹۵۰ مې او ۶۰ مې میلادي لسيزې په دوران کې د امریکا استخباراتو په دې باندې بېلابېلې څېړنې وکړې چې د خپل کارمندان خوشحاله وساتي او په عين حال کې د ډېر او خطرناک کارونو لپاره ډېره انرژي ولري او د ويرې احساس ونه کړي.
دا ماده د دردونو په نه حس کولوکې هم مرسته کوي او تر هغو چې نشه یې د انسان په وجود کې وي انسان واړه دردونه او ډار نه احساسوي .
په عين حال کې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کالونو کې امريکا په عراق کې ددې لپاره چې خپل سرتېري یې د خستګي احساس ونه کړي او ونه ډار شي دا ماده یې ورکوله . نن سبا بیا دا ماده په جګړه کې د مورال ساتلو لپاره اوکراینيان کاروي. دا نشه یي درمل تر ډېره په جګړه ييزو موخو کې کارول کېږي. اوس مهال چې له اوکراین سره د لویدیځو هیوادونو ملاتړ مخ په کمیدو دی ،د اوکراین اردو سره اوس دومره نظامي تجهيزات نشته چې دا جګړه له روسيې سره پرې جاري وساتي نو کیف د خپل پوځ د مورال ساتلو لپاره د یوې نوې لارې په لټه کې دی.
په دويمه نړيواله جګړه کې د جرمني د وخت میتودونه کارول یې پيل کړي دي . سرتېرو ته ايبوګين ورکوي چې د پرون زراعت پوهان، انجنیران، ښوونکي په بې رحمه او نه ستړي کېدونکي سرتیرو او وژونکو اشخاصو بدلوي.
دوی د جګړې په ډګر کې د ویرې احساس نه کوي او که له مرګ او بل هر خطر سره مخ کېږي پروا یې نه ساتي، د اوسنيو شمېرو له مخې د اوکراین د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د مخدره توکو کارول یوعادي کار دی. اوکرایني سرتیرو ته د خپلو قوماندانانو او یو شمیر رضاکارانو لخوا مخدره توکي راوړل کېږي او ورکول کېږي.

دویمې نړیوالې جګړې پرمهال المانيانو هم خپلو سرتېرو ته د نشه موادو ورکول پيل کړي وو کله چې په ۱۹۴۱‍ کال کې د هې*ټلر د Wehrmacht سرتېرو ته د Pervitin په نامه د مخدره موادو د کارولو راز افشا شو چې سرتېرو به یې د خوښۍ احساس کاوه او ستړي به نه وو او فکر به یې جوړ وو، د جرمني د هغه وخت د Luftwaffe پیلوټانوبه هره ورځ ۶ جنګي الوتنې ترسره کولې، او پليو سرتیرو به ان څو کیلومتره مارچونه کول.
د نړيوالو رسنيو له مخې ایبوګین په ښکاره ډول له افریقا څخه د امریکایی نادولتي موسسو Intercept له لارې اوکراین ته صادرېږي. او دا معلومات د اوکراین د وسله والو ځواکونو ارواپوه الیکسي سکرټچ لخوا هم تایید شوي. د اوکراین د نظامي برخې ارواپوه اليکسي سکرټچ وايي چې ایبوګین په نظامي روغتونونو کې د دماغي زخمونو په درملنه کې کاروي او هم یې د جګړې په ډګر کې د سوځیدنې او فعاليتونو د ښه چټک کولو لپاره د مایکروډوزونو په ډول سرتېرو ته ورکول کېږي.
په ۱۹۴۴ کې د جرمني په Sachsenhausen کمپ کې پر کوکاينو سربیره د D-9 نوي مخدره توکي هم ازمويل شوي وو او د بنديانو ډلې مجبورې وې چې ۱۵ کیلوګرامه شګو او ډبرو ډکې کڅوړې وګرځوي.
نو خلاصه دا چې په ملکي او انفرادي ډول څه چې ان حکومتونه په سياسي او نظامي ډول هم نشه یي توکي خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره کاروي او په بله ليکنه کې به پر دې وغږېږو چې نور کوم نشه یي توکي د چا لخوا او څه وخت په کومو جګړو کې کارول شوي او ازمویل شوي دي .
په هرحال د هر ډول نشه یي توکو کارول ملکي او نظامي برخه کې ناوړه عمل دی او غير انساني او غیر اخلاقي کار دی چې د څو شېبو له خوشحالي اخوا خورا تخريبونکي لنډ مهاله او اوږد مهاله ضررونه لري او په سرتېرو ، زندانيانو او نورو هغو کسانو باندې يې ازمویل او تجربه کول د ټولو نړيوالو اصولو او جنګي اصولو خلاف عمل او کړنه ده.
په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې برتانوي سرتېرو هم په هلمند کې نشه یې کولې او د نشې په حال کې راوتلي وو،د نظامي بېس شاوخوا یې پر کورونو یرغل ور وړی و او په لسګونو بې ګناه مسلمانان یې شهيدان کړي وو چې ښځې او ماشومانو هم پکې شتون درلود او هغو سرتېرو چې دا کار یې ترسره کړی وو په برتانوي محاکمو کې پر خپلو کړنو اقرار هم وکړ. خو لا تر اوسه پورې ګرم نه دي پېژندل شوي او د خپلو اعمالو سزا یې نه ده ليدلې. نو د داسې ورځې په هيله چې دا برتانويان چې په هلمند کې یې بې ګناه هېوادوال شهيدان کړي د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي .

لوی ټکي: ،ايبوګين څه شی ديو د کومو ،موخو لپاره ،کارول کېږي
مخکینې مطلب

هنیه: د اسرائیلو پر وړاندې روانې جګړې د اسلامي تاریخ پرېوتې پاڼه بیا را ژوندی کړه

بل مطلب

مسکو؛ وسله وال برید کې ۴۰تنه وژل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026

وروستي

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بادغیس کې د پاڼ ښوېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي او ۲ ټپیان دي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

پنجشېر کې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مرکزي زندان د تاسیساتو جوړولو کار پیل شو

پوليس: تخار کې د الکولي مشروباتو د پلور او کارونې په تړاو ۸ تنه نیول شوي

د امریکا لوړ پوړی پلاوی د پاکستان پر لور روان شو؛ ایران وایي امریکا سره د خبرو پلان نه لري

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

غزه کې د اسرائيلي اشغالګرو په بريدونو کې د پوليس افسرانو په شمول ۱۲ فلسطینیان شهیدان شوي 

نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com