کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۳)
د راپورونو له مخې دعراق داسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” د اسرائیلو د دفاع وزارت پر ودانۍ د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
یاد سازمان د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي: چې دغه ځانګړي عملیات د صهیونیستي رژيم پر وړاندې د عراق د مقاومت د عملیاتو د دوهم پړاو یوه برخه ده او د روژې په مبارکه میاشت کې به یې له غزې څخه د ملاتړ لپاره عملیات لا پراخ او ګړندي شي.
که څه هم صهیونیستي ريژیم تر اوسه د عراق د اسلامي مقاومت د وروستی ادعا په هکله څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې یاد سازمان اسرائیلو کې دننه بریدونه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم د څو ځله د اسرائیلو د مهم بندري ښار “ایلات” په ګډون د صهیونیستي ريژیم د مهمو اهدافو تر څنګ په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو خونړي بریدونه کړي دي.


















