غزه؛ د القدس لوا بریدونو څلور اسرائیلي ټانکونه ویجاړ او ګڼ شمېر اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۳ل)

له غزې وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د “القدس لوا” په بریدونو کې څلور اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شوي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي اشغالګرو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د القدس لوا ویاند “ابو حمزه” رسنیو ته په یو لیږل شوي پیغام کې ویلي، چې ځواکونو یې د غزې تړانګې په جنوب کې “الشفا” روغتون ته څېرمه د “ابو سعود” په څلور لارې کې د صهیونیستي پوځیانو څلور ټانکونه په توغندیو ویشتلي، چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

د ویلو ده، چې نن یکشنبه د مارچ په ۲۴ مه نېټه حماس ځواکونو هم د اسرائیلي اشغالګرو ګڼ شمېر ټانکونه ویجاړ کړي و، چې له امله یې ګڼو اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button