کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۳)
د راپورونو له مخې عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو بریدونه شوي دي.
المیادین تلویزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د سوریې په “حسکه” ولایت او د عراق په شمال کې د امریکایي اشغالګرو پر درې پوځي اډو بریدونه شوي دي.
المیادین د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې په یادو بریدونو کې د سوریې په حسکه ولایت کې د “الجبر” په نوم د امریکایي ځواکونو یوه اډه ویجاړه شوې ده.
د المیادین سرچینې وایي، چې د عراق په شمال کې هم د امریکایي پوځ پر دوه اډو بریدونه شوي؛ خو پکې د اوښتو زیانونو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د ویلو ده، چې د یادو بریدونو مسؤلیت د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ “حشدالشعبي” منلی او ګواښ یې کړی، چې سیمه کې به د امریکا، اسرائیلو او برېتانیا په اهدافو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.