کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)
د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکرایني پوځیانو د انرژۍ او هوایي دفاع تاسیساتو باندې هوایي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د سپوتنیک خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې ځواکونو یې د “کینزال” او هایپرسونیک” توغندیو په ګډون په پرختللو وسلو سره د اوکراین د انرژۍ او هوایي دفاع تاسیسات په نښه کړل.
د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې ټول ټاکل شوي هدفونه په نښه او له منځه لاړل.
د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې: روسي ځواکونو د دونيتسک اړوندو سیمو کې زياتې سیمې نیولي، د اوکراين وسله والو ځواکونو په يوه ورځ کې له ۳۰۰ څخه زيات پوځي پرسونل، لسګونه امریکایي ټانکونه او ګڼ زغره وال موټر له لاسه ورکړي دي
د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د تیرې شپې په عملیاتو کې د اوکراین ۱۷۵ بې پیلوټه الوتکې او ۲۱ “هیمار او ویمپیر” توغندي له منځه وړل شوي دي. د دغه وزارت په راپور کې راغلي: د روسیې د هوايي دفاع سیستم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له څو راکټ لانچرونو څخه ۱۷۵ بې پیلوټه الوتکې او ۲۱ توغندي له منځه وړي دي.


















