کابل ټکی کام (جمعه، ۱۰ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ۱۴ تنو اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
“العربیه” نړیوال تلویزیوني شبکې نن جمعه د مارچ په ۲۹ مه نېټه خبر ورکړ، چې د حماس په بریدونو کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي، چې له ډلې یې د ۶ تنو روغتیایي حالت نازک ښودلی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې ویاند “ابو عبیده” المنار تلویزیوني شبکې ته په یوه لیږل شوي غږیز پیغام کې ادعا کړې، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د اسرائیلي اشغالګرو ۱۶ ټانکونه ویجاړ کړي، چې په پایله کې یې لسګونو اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















