کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۳ل)
د اسلامي امارت د کابينې شلمه غونډه پرون د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
په دې غونډه کې له هر اړخيز بحث وروسته د ترافيکي پېښو د مخنيوي طرحه، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري چمتو شوې وه تائيد او اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه ترڅو ياده طرحه پلې کړي.
په غونډه کې مالدارو سره د مؤسساتو له لوري د شويو مرستو راپور وړاندې شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکي کې خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوندو ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.


















