کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې اسرائیلي اشغالګرو د سوریې پلازمېنه “دمشق” کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت پر ودانۍ هوایي برید کړی دی.
د سوریې دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې اسرائیلي اشغالګرو یاد برید نن مازدیګر ناوخته ترسره کړی دی او یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ورته مهال د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرلو سره ویلي، چې د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکو د ایران سفارت ته څېرمه د سپاه پاسداران او قدس ځواکونو یو مرکز په نښه کړی؛ خو د سفارت ودانۍ ته هم پکې زیان رسیدلی او ځینې برخې یې نړیدلي دي.
د سوریې د دولتي تلویزیون د راپور له مخې د اسرائیلي اشغالګرو په برید کې شپږ تنه شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده، چې تر اوسه اسرائیلو او ایران په رسمي توګه د یاد برید په هکله څه نه دي ویلي.


















