ترکیه کې د ښاروالۍ ټاکنې؛ د اردغان اسلامپاله ګوند ماته خوړلې او سیکولر ګوند پر مهمو ښارونو کنټرول ترلاسه کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ وری، ۱۴۰۳ل)

په ترکیه کې د ښاروالۍ د پرونیو ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، د ترکیې سیکولر ګوندونو پر کلیدي ښارونو کنټرول ترلاسه کړی او په ټاکنو کې پراخې لاسته راوړنې لري.

د څه باندې ۸۰ سلنه شمېرل شویو رایو له مخې، ترکانو په دغو ټاکنو کې د ولسمشر اردغان مخالف سیکولر اپوزیسیون د سیاسي ځواک په توګه مطرح کړی او د راروان عمده سیاسي رقیب په توګه یې د استانبول د ښاروال “اکرم امام اوغلو” ملاتړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پلازمېنې انقرې ښاروال “منصور یاواش” پر خپله څوکۍ پاتې دی او له عمده رقیب یې د رایو د توپیر فیصدي یوازې ۲۵ ده.

د ویلو ده، چې یادو ټاکنو کې د ولسمشر اردغان د اسلامپاله عدالت او پرمختګ ګوند ماته د اوس لپاره د ولسمشر اردغان حکومت ته ستونزې نه شي جوړولی؛ خو د کتوونکو په باور ځوان ترکان اردغان نه خوښوي او ښایي د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې ورته ستونزې جوړې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button