جاپان وایي له افغانستان سره ۶۰۰ زره امریکایي ډالر مرسته کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)

د ملګرو ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، جاپان د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره ۶ لکه امريکايي ډالره نوې مرسته کړې.

د اوچا د فتر د معلوماتو له مخي، دغه مرسته به په بشري برخه کې مصرف شي.

اوچا نن پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د افغانستان د بشري مرستو له صندق سره دا د جاپان د مخکنيو دوامدارو مرستو یوه برخه ده.

اوچا د دې مرستې له امله د جاپان هېواد مننه کړې ده.

د ویلو ده، چې نږدې دوه مياشتي وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د جاپان له لوري د ۱۳.۵ مېلیونه ډالرو مرستې هرکلی کړی و. په تېرو دریو کلونو کې له افغانستان سره د جاپان مرسته تر ۷۳ مېلیونه ډالرو پورې رسېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button