د لبنان حزب الله غورځنګ د اسرائیلو پر پوځي اډو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)
د اسنا خبري آژانس د خبر له مخې د لبنان مقاومتي حزب الله غورځنګ د فلسطین او د غزې د خلکو د ملاتړ او په دوام څو شیبې وړاندې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د صهیونیستي پوځيانو څو اډو باندې سلګونه توغندي ویشتلي دي.
د لبنان حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د لبنان په جنوب کې یې د “کفر شوبا” په غونډۍ کې د صهیونیستي پوځیانو پر شپږو اډو ۱۵۰ توغندي ویشتلي دي.
حزب الله وسله والې ډلې تر دې وړاندې د لبنان-اسرائیلو پر پوله د «البغدادي» په اډه کې د صهیونیستي پوځیانو د پلې ګزمې پر پوځیانو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي و، چې په پایله کې یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ویلو ده، چې د لبنان حزب الله مقاومتي غورځنګ یوځل بیا ټینګار کړی دی، چې په غزه کې د جګړې تر ختمېدو پورې به یې د صهیونیستي رژیم پرضد عملیات دوام لري.



