کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)
د پاکستان د “ډان ورځپاڼې” د خبر له مخې په اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي ۱۴ کلن بند چې د دولتي ډالیو په تور ورکول شوی و، ځنډولی دی.
عمران او ښځه یې اوس د راولپنډۍ په ادیالای زندان کې د بند شپې ورځې تېروي، محکمې ویلي، چې د نورو تورونو له امله به عمران خان د اوس لپاره په زندان کې پاتې شي.
د ویلو ده، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر مشر “عمران خان” وکیل د محکمې له دغې پرېکړې وروسته رسنیو سره په خبرو کې د عدالت پر پلي کېدو خوښي ښودلې ده.