غزه؛ حماس ځواکونو سره نښتو کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ وری، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې د غزې شمال کې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام لوا” دوه اسرائیلي ټانکونه ویشتلي، چې په پایله کې یې ۳ صهیونیستي اشغالګر پوځيان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د حماس غورځنګ پوځي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې له شمال څخه د تیښتې هڅه کوله، چې د دوی د ځواکونو له کمین سره مخ شوي او درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

د ویلو ده، چې اسرائیلو تر دې دمه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې غزه کې یې حماس ځواکونو سره نښتو کې پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button