سوریه؛ د امریکا او اسرائیلو ګډ بریدونه؛ کڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)

له سوریې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د یاد هېواد په ختیځ کې امریکایي او اسرائیلي اشغالګرو ګډ هوایي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سوریې دولتي تلویزیوني خبر ورکړی، چې دامریکا او اسرائیلي رژیم په ګډو عملیاتو کې د سوریې په ختیځ کې څلور سیمې په نښه شوي، چې په په پایله کې یې کې یې شپږ تنه وژل سوریایي پوځیان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ اسرائیلي ترهګرو د سوریې پلازمینه “دمشق” کې د ایران د سفارت ودانۍ په نښه کړه، چې له امله یې د څو ديپلوماتانو په ګډون د ایران د انقلابي ځواکونو سپاه پاسداران د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۴ تنه ووژل شول.

د ویلو ده، چې په روانه اوونۍ کې د اسرائیلي تېري ګرو په وحشیانه حملو کې د سوریې د وسله والو ځواکونو ۲۰۰ غړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button