کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)
په فلسطین کې د “محمد مصطفی” په مشرۍ نوي حکومت چې نږدې ټول غړي یې د “الفتح” سازمان یا د فلسطین د آزادۍ د غورځنګ غړي دي د ولسمشر “محمود عباس” په حضور کې لوړه وکړه
د فلسطيني خبري اژانس د خبر له مخې محمود عباس چې د دولت د وزيرانو د لومړۍ غونډې مشري يې کوله وويل چې لويديځه غاړه، ختيځ بيت المقدس او د غزې تړانګه د نوي حکومت تر پوښښ لاندې ده او بل دا چې نوی حکومت د حقوقو او قانون په چوکاټ کې په دې سیمو کې د بشپړ واک او صلاحیت څخه برخمن دی.
عباس په دې خبرې سره چې د حکومت هدف د پراخو اداری اصلاحاتو ترسره کول او ټولو فلسطینیانو ته ښه خدمات وړاندې کول دی زیاته کړه: مونږ به په غزې تړانګه کې د بشردوستانه مرستو د زیاتولو، د غزې او لویدیځې غاړې د بیارغونې او د فلسطین د اقتصاد د احیا کولو لپاره کوشش کوو. “
ولسمشر محمود عباس د خپلو خبرو پر دوام وویل: چې، پر غزې د اسرائیلو د بریدونو او د بیت المقدس په ګډون په لوېدیځه غاړه کې د نویو یهودي مېشت ځایونو د جوړولو د مخنیوي لپاره له عربي او نړیوالو ټولنې سره ګډ کار ته دوام ورکوي، عباس وویل، زموږ سیاسي هدف د ازادۍ او خپلواکۍ ترلاسه کول او له اشغال څخه خلاصون دي.
د ویلو ده، چې د لوړي وزیر “محمد مصطفی” په مشرۍ د فلسطین نوې اداره په داسې حال کې لوړه کوي، چې د حماس اسلامي غورځنګ په ګډون د فلسطین ټولو مقاومتي ډلو یادې ټاکنې تحریم کړې وې او د فلسطیني ولس د وېشلو هڅه یې بللې وه