کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)
د روسیې د دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د روان 2024م کال له پیله تراوسه د اوکرایین د وسله والو ځواکونو ۸۰ زره پوځیان وژل شوي، ۱۲۰۰ ټانکونه یې ویجاړ شوي او څوارلس زره مختلفې وسلې یې تخریب شوې دي.
د سپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې د دفاع وزیر، د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال سرګي شویګو د روسیې د فدراسیون د وسله والو ځواکونو له مشرتابه سره په یوه کنفرانس کې وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د اوکراین د وسله والو ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
له 80 زرو ډېر پوځیان یې وژل شوي، 1200 ټانکونه یې ویجاړ شوي او 14 زره بیلابیلې وسلې او مختلف نوع زغره وال موټر یې له منځه وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره:د اوړي د ځوابي برید له ناکامۍ وروسته، دښمن هڅه کوله چې په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شي؛ خو د روسیې پوځ لویدیځ ته د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده.