غزه؛ د حماس ځواکونو برید کې ۹ اسرائیلي عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)

له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د حماس اسلامي غورځنک د پوځي څانګې “القسام لېوا” ځواکونو سره په نښتو کې ۹ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او د رسنیو مسؤل “حسام بدران” کابل ټکی کام وېب پاڼې سره په خبرو کې د پېښې د تائید ترڅنګ وویل: اسرائیلي ترهګرو هڅه کوله، چې یوځل بیا “الشفا” روغتون محاصره او برید پرې وکړي؛ خو د دوی ځواکونو یې مخه نیولې او درانه ځاني او مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

د ویلو ده، چې اسرائیلو تر اوسه د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې ختیځ کې یې یو شمېر ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button