کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)
له هغه وروسته، چې د ترکیې په سیمه ییزو ټاکنو کې د ولسمشر اردغان په مشرۍ د “عدالت او پرمختګ” اسلامپاله ګوند ماته وخوړه او په لویو ښارونو کې یې د سیکولر ګوندونو کاندیدان بریالي شول. په یاد هېواد کې له وخت مخکې د ولسمشریزو ټاکنو غوښتنې ډیرې شوي؛ خو واکمن ګوند وایي “رجب طیب اردغان” به تر ۲۰۲۸م کال پورې ولسمشر وي.
د واکمن اسلامپاله ګوند ویاند پلازمینې “انقره” کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې د مخالفینو غوښتنه رد کړې او په خبره یې دا هېڅ امکان نلري په پارلمان کې یې ګوند اکثریت لري او ولسمشر اردغان به تر ۲۰۲۸م کاله پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي.
نوموړي مخالفینو ته په خطاب کې ویلي، چې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې ټولې نړۍ ولیدل چې اردغان څه ډول بریا خپله کړه.
د نوموړي په خبره: سیمه ییزې یا د ښاروالۍ ټاکنې کوم اهمیت نلري او په هېڅ ډول د ولسمشر اردغان قانوني صلاحیتونه نه شي ننګولی.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو ۲ ورځو راهیسې د ترکیې په ځینو سیمو کې د مخالف سیکولر ګوند ملاتړي لاریونونه کوي او له وخت وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو غوښتنه کوي.
په ډېرو سیمو کې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې هم شوي او د راپورونو له مخې تر دې دمه ۳۰۰۰ لاریون کونکي نیول شوي دي.
د ویلو ده، چې د واکمن اسلامپاله ګوند ویاند امریکا او نور غربي هېوادونه ترکیه کې د نا امنۍ په رامنځته کولو تورن کړي او لاریون کوونکو ته یې خبرداری ورکړی، چې له لاریونونو دې لاس واخلي کنه له هېواد سره د خیانت او ترهګرۍ په جرمونو به محاکمه او ډېر کلونه زنداني شي.