کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)
سپوتنیک خبري آژانس د روسیې د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د هوایي دفاع سیسټم یې په تېرو 24 ساعتونو کې د اوکرایین 164 بې پیلوټه الوتکې او دوه JDAM بمونه ویشتلي دي.
د روسیې دفاع وزارت وایي:د هوايي دفاع سیستم یې ۱۶۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې او دوه د امریکا لخوا جوړ شوي JDAM بمونه ویشتلي دي.
یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د دونیتسک پر لوري د پرمختګ په حال کې ده او ګڼ شمېر سیمې یې له اوکرایني ځواکونو څخه نیولې دي.
د اعلامیي له مخې روسي ځواکونو د دونیتسک په اړوندو سیمو کې ډیر ځایونه نیولي، د اوکرایني ځواکونو ۱۰ بریدونه یې په شا تمبولي او د اوکراین ۳۹۰ پوځيان یې وژلي دي.
د ویلو ده، چې تر اوسه کېیف په رسمي توګه د مسکو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د اوکرایین ولسمشر او دفاع وزیر خبرداری ورکړی و که امریکا ورته پر مختللې وسلې ور نکړي نو ځواکونه به یې مجبور شي چې له ډېرو سیمو شاتګ وکړي.