کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” د اسرائیلو “حیفا” ښار په بالستیک توغندیو ویشتلی دی.
یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد بریدونه یې سوریه کې د ایران په سفارت د اسرائیلي اشغالګرو د وړمې ورځې د هوایي بریدونو په غچ کې ترسره کړي دي.
اعلامیه کې دغه راز راغلي: زموږ ځواکونو نن سهار وختي د صهیونیستي وحشي اشغالګرو یوه پوځي اډه په “حیفا” ښار کې د بالستیک توغندیو په توسط په نښه کړه، چې په پایله کې یې اشغالګرو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي ترهګر ريژیم تر اوسه د عراق د اسلامي مقاومتي غورځنګ د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی، چې یاده ډله په اسرائیلو کې دننه پوځي اهداف په نښه کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته بریدونه ترسره کړي دي.