کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د دښمن د ماتولو تاريخي فرصت رارسېدلی دی.
د نوموړي په خبره موږ د دایمي اوربند، د غزې له تړانګې څخه په بشپړ ډول د اشغالګرو وتل، د بې ځایه شویو بېرته ستنېدو او د بندیانو د تبادلې د تړون په اړه خپلو غوښتنو ته ژمن یو.
د هنیه په خبره: موږ هغه ملت یو چې د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شو او دا هېڅکله نه منو چې دوښمن دې پر غزه کنترول ولري.
د نوموړي په خبره: د غزې اتلانو د وېرې خنډونه مات کړي او موږ ته د دوښمن ماتولو تاریخي فرصت په لاس راغلی دی.
اسماعیل هنیه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې موږ د جنوبي افریقا د دریځ ستاینه کوو چې دښمن یې په غزه کې په قتل عام تورن کړ او محاکمې ته یې د را کشولو هڅې کوي.