کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر او د فلسطین د خپلواکې ادارې پخواني لومړي وزیر “اسماعیل هنیه” په خپلو تازه څرګندونو کې د اسراییلو له خوا د اوربند وړاندې شوې طرحه شرمونکې بللې ده.
نوموړي یوځل بیا د عربي نړۍ واکمنان د اسرائیلو او امریکا غلامان بللي او ادعا یې کړې ده، چې د عربي نړۍ ګڼ شمېر مشرانو ته امریکا او اسرائیلي ريژیم میاشتینی معاش یا تنخوا ورکوي.
نوموړي ویلي، ځکه د عربي نړۍ مشران په ډېرو حساسو او اړینو شرایطو کې د امریکا او صهیونیستي رژیم له ډاره نظر نه شي ورکولی.
د ویلو ده، چې اسماعیل هنیه د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا پر مقاومت ټینګار کړی او د صهیونیستي ريژیم لخوا یې د اوربند تازه وړاندیز رد کړی او یو تاریخ شرمونکی اقدام یې بللی دی.

















