سوريه کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي اډې بريد شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ وری، ۱۴۰۳ل)

ایرنا خبری اژانس خبر ورکړی، چې نن مازدیګر د سوریې په شمال ختیځ د “دیرالزور” اړوند د ‘کونیکو” د ګازو زیرمو ترڅنګ دامریکايي ځواکونو پر سترې پوځي اډې د بالستیک او ډرون الوتکو برید شوی دی.

د دغې اډې له دننه څخه د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. دغه راز د چاودنې له ځای څخه اسمان ته لوګي پورته کېږي.

دا په داسې حال چې پرون د جمعې په ورځ هم د سوریې د ختیځ په “الطنف” سیمه کې د امریکا پر یوې بلې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي و.

د ویلو ده، چې تر اوسه امریکایي اشغالګرو په یادونو بریدونو کې د اوښو مالي او ځاني زیانونو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د عراق د اسلامي مقاومت سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې ده، چې دواړوه بریدونه دوی کړي دي او اشغالګرو ته یې پکې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button