زېلېنسکي: د ناټو له مرستې پرته روسیې ته ماته نه شو ورکولی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ وری، ۱۴۰۳ل)

د اوکرایین ولسمشر “زېلېنسکي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا او ناټو له مرستې پرته روسیې ته ماته نه شو ورکولی.

د نوموړي په خبره د روسیې د ماتولو لپاره یوازې اوکراییني سرتېري نه، بلکې د ناټو ټول ځواکونه باید وجنګیږي.

زېلېنسکي وایي،موږ په یوازې ځان نه‌ شوو کولای چې د نړۍ یو ستر ځواک «روسیې» ته ماتې ورکړو.

‏زېلېنسکي یو ځل بیا په یو شمېر غربي هېوادونو غږ وکړ چې د روسیې پر وړاندې د دوی د روانې جګړې کلک ملاتړ وکړي.

د ویلو ده، چې د اوکرایین ولسمشر یوځل بیا خبرداری ورکړی، که امریکا او ناټو یې مرسته ونه کړي یوازې د اوکرایین لپاره نه بلکې ښایي د ټولې اروپا لپاره منفي پایلې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button