پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

فلسطيني وګړي به اختر په څنګه حال کې ولمانځي؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
24
ځلې شریک شوی
305
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

فلسطيني وګړي به په داسي حال کې څنګه اختر ولمانځي، چې په جګړه کې د قربانيانو شمېر يولک شل زره ته رسيږي، درې نيم لکه کورنه ویجاړ شوي دي، هاغه جنتي غزه لوګو او بارودو بدرنګه کړې ده، دکانونه او مارکیټونه له نويو جامو خالي دي، نه داختر د لمانځه لپاره مسجد پاته دى او نه د ماشومانو لپاره د اختر خواږه پاته دي.
یتیم ماشوم هغه پلار له لاسه ورکړی دی چې دی به يې سهار وختي را پاڅول، خواږه به يې ورته تيارول او له ځانه سره به يې عيدګاه ته بيول. په تاریخ کې لومړی ځل دی چې فلسطيني وګړي په بې کوره ژوند کې داسي بې خونده او بې رنګه اختر لمانځي چې د کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي دي. فلسطيني وګړي وايي: ماشومان مو له موږ څخه د نویو جامو غوښتنه کوي خو موږ یې ددې ارمان پوره کولو توان نه لرو. په غزه کې د ظالم صهیونیستي رژیم له خوا د نرخونو بيې څو سلنه لوړې شوې او مسلمانان په لوږه اختر تیروي.
په “رفح” ښار کې کډوال ماشوم “سیف” خپل پلار “کمال” ته تر اختر څو ورځې وړاندي وویل: پلاره! آیا ممکنه ده چې موږ په دې اختر کې کور ته ستانه شو؟ پلار يې په داسي خیمه کې ژوند کوي چې درې په درې متره مساحت لري، زوی ته یې مخ ور واړاوه او په غريو نیولي آواز یې ور غبرګه کړه: زويه! هغه سلیم چې موږ په کور کې ترشا پریښی و؛ ستا په امید موږ به یې بیا ژوندی ووينو؟ آیا ته د اختر خوشحالي په داسي حال کې احساسولای شې، چې درې واړه همزولي دي شهیدان شوي دي؟ سيف د تیر کال کوچني اختر خاطرې يادوي، کوم چې په تير کال دغه ورځو کې دی له خپل پلار، مور او درې واړه همزولو سره د نويو جامو رانیولو لپاره لاړ، هغه مهال ټول سړکونه د اختر په رارسېدو سره ښايسته شوي وو، او نن شاوخوا زرګونو هغو خیمو ته ګوري چې پکې زرګونه کډوال ژوند تیروي.
د حکومت د اطلاعاتو ددفتر ویاند”إسماعيل الثوابتته” له مصري رسنۍ”اليوم السابع” سره په خبرو کې وويل: په جګړه کې د قربانيانو شمېر يولک شل زره ته رسيږي چې پکې ٣٣ زره شهیدان، ٧زره نادرکه شوي، ٧٥زره زخميان او ٣٥٠٠ بندیان دي، په دې قربانیانو کې دري اويا سلنه ښځې، ماشومان او ملکي وګړي شامل دي، نږدې(١٥٠٠٠٠٠) کسانو خپلې سرپناوې او کورونو له لاسه ورکړي دي، تر ١٠٠٠ زيات مسجدونه، مدرسې، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شوي دي. همداراز په غزه او نورو شمالي ولایتونو کې لسګونه ښځې، بوډاګان، ماشومان او ناروغان د سختې لوږې او قحطۍ له امله وژل شوي دي.
په غزه کې د ملکي دفاع ویاند” محمود بصل” وايي: فلسطينيان د مسجدونو او کورونو تر ویجاړیدا وروسته د اختر د لمانځه سر پناه او له خپلو دوستانو سره د ليدلو توان نه لري. دوی د اختر په رارسېدو سره هر وخت د إسرائيلو د عملياتو او وژنو په پایله کې د مرګ شیبې شماري. نوموړی زیاتوي چې د غزې په تړانګه کې د کورنو تر ویجاړیدا مخکې مسجدونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، له دې امله په دې مبارکو ورځو کې مسلمانانو د تراويحو او اختر لمانځه لپاره ځای نه درلود او د غزې په جنوبي او شمالي سيمو کې بې ځايه شوي فلسطينيان نه شي کولای، يو له بله سره وویني.
په غزه کې وروستیو احصاياتو جوته کړې ده چې هلته ٦٠ سلنه کورونه ویجاړ شوي دي، له ٣٦ روغتيايي مرکزونو څخه يوازي ١٢ مراکز تر سخت فشار لاندي خپل فعالیت کوي، شپږ لکه پنځه ويشت زره زده کوونکو د زدکړو حق له لاسه ورکړی دی، له ٤٩٥ څخه ٣٩٦ ښوونځي زیانمن شوي دي، د غزې په جنوبي او شمالي سيمو کې نږدې دوه میلیونه بې ځایه شوي وګړي ژوند تیروي، د زیربنا، بریښنا، د توزیع شبکو، د لمريزي انرژۍ او بریښنا رسولو وسائلو ته د زيان رسيدو سربېره ٢٣ ماشومانو د خوارځواکۍ او اوبو ته د نه رسيدو او تر ٥٦٣ زياتو فلسطيني وګړو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ځمکې لاندي ٨٣ سلنه د اوبو څاګانو کار پريښى دى.
فلسطيني خبریال يحيی يعقوبي وویل: د غزې په مسلمانانو به اختر هم د رمضان په څير په غمونو او له دوستانو څخه په فراق کې تير شي، د غزې وګړي يو له بل سره په مينه او خپلوي پالنه کې خورا شهرت لري، خو دا ځل شاید ډير د ژونديو په ځای د قبرونو زيارت ته روان شي. نوموړي زياته کړه؛ په غزه کې دا جګړه له پخوانيو جګړو ډېر توپير لري؛ په 2014 ميلادي كال کې د سترې جګړې له امله د شهيدانو شمير ٢١٠٠ وو، خو دا ځل د شهیدانو شمېر له ٣٢٠٠٠ څخه لوړيږي، چې موږ په سړکونو، لارو او روغتونونو ته څيرمه په عامه سيمو کې خاورو ته سپارلي دي. موږ به رمضان او اختر ته په داسي حال کې څنګه خوښي احساس کړو، چې هر کور ته غم او درد رسیدلی دی او يوازي “فرح” ښار ته یو ملیون او څلور لکه کډوالو پناه را وړې ده او خپل کورونه یې پريښي دي. په موږ باندي په لومړي ځل داسي اختر تیریږي چې له کورونو لري پراته یو، رمضان تیر شو، خو موږ یې په خوند نه شو پوه؛ ځکه له شپږ میاشتو راهیسي موږ له بریښنا بې برخې یو. په تیرو کلونو کې به د رمضان په وروستیو لسو ورځو کې د غزې سړکونه له خلګو ډک وو، ترڅو د اختر هرکلی وکړي او کورونه ښکلي کړي، هر کال به په مسجدونو کې خلګو اعتکاف کاوه، لکن سږ کال د نړيدلو مسجدونو شمېر ١٢٠٠ ته رسيږي. هر کال به ماشومانو د اختر په راتګ سره له موږ څخه د نویو کالو غوښتنه کوله، خو سږ کال يوازي دا غوښتنه کوي چې څه وخت به بیرته کورونو ته ستنیږو؛ ځکه دا ددوی يوازينى ستر ارمان ده.
د غزې په شمال کې کډوال”عماد زقوت” وویل: ډيري کورنۍ د غزې په شمال او جنوب کې سره بیلې شوې دي، شاید ورور له وروڼو او خویندو بې برخې وي، شاید مور له اولادونو بې برخې وي، ډيرو پلرونو
خپلې میرمنې او اولادونه جنوب ته لیږلي او دوی په شمال کې يوازي پاته دي، په ژوند کې دا ځل ډير ستونزمن اختر دی، هره کورنۍ د شهید، زخمي، نادرکه او يا بندي په غم او فراق ځوریږي، هغه کورونه چې په دوستانو ښايسته وو، نن بدرنګه شوي دي.
موږ رب ته لاس په دعا يو چې نور په مظلومو فلسطيني مسلمانانو دا وحشت پای ته ورسوي، خپلو سرسخته دښمنانو ته ذلت ور په برخه کړي. د اسلامي هیوادونو له حاکمانو څخه مو هیله داده چې له مسلمانانو سره د خواخوږۍ او ورورولۍ له مخې په خپل ټول توان سره د جګړې توقف ته کوشش وکړي او له خپلو غاړو څخه کفارو ته د غلامۍ او چاپلوسۍ ځنځيرونه ايسته کړي.
(اللهم إنا نجعلک في نحورهم ونعوذ بک من شرورهم)

دا هم ولولئ

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

لوی ټکي: غزه، اختر، جګړه، اسرائیل،
مخکینې مطلب

زېلېنسکي: د ناټو له مرستې پرته روسیې ته ماته نه شو ورکولی

بل مطلب

د یمن وسله والو ځواکونو ۲ اسرائیلي بېړۍ ویشتلي

ځانګړي مطالب

خبرونه

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026

وروستي

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com