کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ وری، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د مذاکراتي ټیم یو لوړ رتبه غړي د مصر پلازمېنه “قاهره” کې له الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې اسرائیلي نیواکګر د سولې خبرو کې خنډونه رامنځته کوي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې، چې د صهیونیستي ریژیم لخوا موږ ته د سولې وړاندې شوې طرحه د منلو وړ نه ده، د دایمي اروبند او له غزې تړانګې څخه په بشپړه توګه د اسرائیلي اشغالګرو وتل پکې نه دي شامل.
د حماس غورځنګ یاد چارواکي، چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې دوی خپل دریځ منځکړو هېوادونو ته وړاندې کړی او په هېڅ ډول به له خپلې داعیې لاس پر سر نه شي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو وړمه ورځ خبر ورکړی و، چې اسرائیلو حماس غورځنګ ته د ۴۰ اسرائیلي بندیانو د خلاصون په بدل کې د ۹۰۰ فلسطیني بندیانو د خلاصولو وړاندیز کړی و؛ خو حماس غورځنګ یې وړاندیز رد کړی او په خبره یې لومړی باید غزه کې دایمي اوربند، د ټولو اشغالګرو عسکرو وتل او خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو فلسطیني وګړو بېرته راستانه شي.


















