کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې، چې تېره شپه ایران په اسرائیلو د کروز، بالستیک میزایلو او پرمختللو بې پیلوټه الوتکو پر مټ پراخ او ځپونکي بریدونه ترسره کړل. د منځني ختیځ د چارو کارپوهان وایي، چې د ایران بریدونه په منځني ختیځ کې د یو نوي پړاو پیل دی.
د شنونکو په خبره د ایران-اسرائیلو دوښمني په ایران کې د اسلامي انقلاب له راتګ وروسته پیل شوه؛ خو دا لومړی ځل دی، چې تهران په عملي توګه په تل ابیب د پیړۍ تر ټولو خطرناک او هیښونکي بریدونه کوي.
له بل پلوه نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې د ایران په بریدونو کې ۱۸۵ بې پیلوټه الوتکې، ۳۶ پرمختللي کروز توغندي او ۱۱۰ له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکي توغندي کارول شوي دي.
که څه هم صهیونیستي ريژیم تر اوسه د ایران په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر اسرائیلي رسنیو ته خبر ورکړی، چې په یادو بریدونو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله او د یو پوځي هوایي ډګر په ګډون ځینو مهمو پوځي اهدافو ته زیانونه اوښتې دي.
د امریکا دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ایران په بریدونو کې د لومړنیو تلفاتو او اوښتو زیانونو په تړاو په ارزونه بوخت دی او ښایي په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو کچه لوړه وي.


















