کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)
د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په اسرائیلو بریدونو کې اهداف ترلاسه شوي او لسګونه صهیونستان وژل شوي دي.
یاد ځواکونه وایي: په اسرائیلو یې بریدونه بریالي و، په نښه شوي اهداف یې له منځه وړي او څه باندې ۱۰۰ تنه صهیونیستان یې وژلي او سلګونه نور ټپیان دي.
سپاه پاسدران ځواکونو په خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې د صهیونیست ريژیم هر ډول برید ته پوره چمتوالی لري او که اسرائیلو ځوابي برید وکړ داسې ځواب به ورکړي، چې تاریخ به یې یاد ساتي.
د ویلو ده، چې د ایران انقلابي ځواکونو تېره شپه ناوخته د کروز، بالستیک او بې پیلوټه الوتکو پر مټ پر اسرائیلو پراخ-هیښونکي بریدونه ترسره کړل، چې د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


















