کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)
امریکایي رسنیو د ولسمشر بایډن له قوله ویلي، چې هیواد به یې کله هم د ایران او اسرائیلو په جګړه کې برخه وا نه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې امریکا د صهیونیستي رژیم په مرکزونو د ایران د بریدونو پر وړاندې له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړی و.
په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تېره شپه یې په دمشق کې د دغه هیواد په سفارت د صهیونیسټ رژیم د برید په غبرګون کې د اسرائیلو په مرکزونو بریالي بریدونه کړي او خپل اهداف یې ترلاسه کړي دي.


















