کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)
د افغانستان اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د وروستيو پېښو او په اسرائیلو د ایران وروستي برید ته په غبرګون کې ویلي، چې پر اسراييلي اهدافو د ايران ځوابي برید مشروع اقدام دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانګه په نښه کړه، چې په ځواب کې يې
د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل.
اعلامیه کې دغه راز راغلي:د تېر کال له اکتوبر راهيسې صهيونيستي رژيم په غزه کې تر دري دېرشو زرو زياتو ملکيانو د نسل وژنې په دوام په سيمه کې د نورو هېوادونو د حريم د نقضولو او د نا امنۍ پراخولو په پاروونکو اقداماتو هڅه کړې
چې په غزه کې له خپلو جنايتونو د نړۍ پام په بله واړوي.
د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې پر ټولو مؤثرو هېوادونو غږ کوي چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره د صهیونستي رژیم د جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.