ایران: که اسراییلو ځوابي برید وکړ له ځپونکي ګذار سره به مخ شي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ ویلي، پر اسراییلو برید یې د ملګرو ملتونو منشور د ۵۱مې مادې په رڼا کې و. د دغې استازولۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا موضوع دې تړلې وګڼل شي او خبرداری یې ورکړی که اسراییل بله تېروتنه وکړي د ایران ځواب به له دې هم سخت وي. د خبرپاڼې لمخې، دا د ایران او اسراییل ترمنځ نښته ده او امریکا دې ترې لرې پاتې شي

مربوطه مطالب

Back to top button