کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې د یاد هېواد پوځي شورا پرېکړه کړې ده، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به له ایران څخه غچ واخلي.
عبراني رسنۍ وایي، چې د اسرائیلو پوځي شورا چې مشري یې لومړي وزیر نتنیاهو کوله پرېکړه کړې ده، چې باید ایران ته کلک ځواب ورکړل شي.
د ویلو ده، چې د امریکا ولسمشر بایډن نن د ورځې په لومړیو کې د اسرائیلو له لومړي وزیر نتنیاهو سره په تلیفوني خبرو کې له نوموړي غوښتنه کړې وه، چې د ایران بریدونو ته دې ځواب نه ورکوي؛ خو داسې ښکاري، چې اسرائیلو د امریکا غوښتنه له پامه غورځولې ده.


















