کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۳ل)
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اسرائیلو کې مو د تېرې شپې عملیاتو کې خپل اهداف تر لاسه کړي دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هرچا ته معلومه ده چې د صهیونیسټي رژیم کړنې د سیمې او نړۍ امنیت او سولې ته مستقیم ګواښ ګڼل کیږي.
موږ د سیمې امنیت او ثبات د خپل امنیت د تامین لپاره اړین ګڼو او د سولې او ثبات د تامین لپاره به خپلې ټولې هڅې په کار واچوو.
رییسي زیاته کړې ده، چې هیواد یې په یو مسؤل او متناسب ګام کې د اسراییلو ځینې نظامي ځایونه په توغندیو او ډرونونو په نښه کړي د صهیونیسټي دښمنانو او د هغوی د متحدینو له خوا هر ډول نوی اقدام به له کلک او پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.


















