دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سوريه د يوې بلې کورنۍ جګړې پر لور

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2024
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
14
ځلې شریک شوی
169
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمدسليم سليمان

د سوریې کورنۍ جګړه يا الحرب الأهلية السورية‎ په لومړيو کې د سوریې د خېزش په نامه په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې پيل شوه چې وروسته وروسته یې ابعاد پراخ شول او په يوې پراخې کورنۍ جګړې واوښته ، دا جګړه چې په ۲۰۱۱ کې پيل شوې وه، په ۲۰۱۵ کې اوج ته ورسېده او په اوسمهال کې د جګړو په شدت کې کموالی راغلی خو لا هم په دې هېواد کې جګړې جريان لري.

دا هم ولولئ

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شاوخوا عربي هېوادونه او د سيمې هېوادونه لکه: امريکا، ايران ، ترکيه، امارات، سعودي ، روسيه او نور… پکې دخيل وو او له يوې او بلې غاړې او ډلې ټپلې څخه یې نظامي او مالي ملاتړ کاوه او تر اوسه پورې یې کوي.

په دې دوو وروستيو کلونو کې عربي هېوادونه او نور د سيمې هېوادونه وروسته له کلونو دې پايلې ته ورسېدل چې په سوريه کې له نظامي لارې او په ټوله کې د جنګونو له لارې خپلو موخو ته نشي رسېدلی نو یې بيرته د خبرو اترو لاره غوره کړه. او دا ګام یې هغه وخت واخيست چې له ۲۰۱۱ څخه راپه دې خوا په دې جګړو کې تر ۶۰۰ زره سوري وګړي ووژل شوي، په ميليونونو له خپله هېواده کډوال او په بې ساري ډول دا هېواد وران او ويجاړ شوی دی. اماراتو، سعودي، لبنان، او نورو عربي هېوادونو د سوريې له دولت سره د خبرو لپاره راشه درشه پيل کړه او غواړي چې سوريه بيرته له کلونو (عرب ليګ) غونډو ته راولي او غړيتوب ورکړي. که څه هم د له سوریې سره د عربي هېوادونو په تودو اړيکو په ټينګولو او له ترکيې سره د سوریې په پيلېدونکو خبرو اترو واشنګټن راضي نه ښکاري او رياض و تل اويو دواړو ته يې ویلي چې د سوريې له حکومت سره د دوي په اړيکو اندېښمن دی او نه غواړي چې دا اړيکې دې بې قيد و شرطه جوړې شي.

ځکه امريکا له پیل څخه د سوريې د دولت د نسکورولو په لټه کېده او له کوچنيو ډلو او ګروپونو څخه نظامي ملاتړ کوي او خپله یې به سوريه کې نظامي حضور هم لري ترڅو د بشارلاسد نظام نسکور کړي او امريکا داسې ګڼي چې د عربي هېوادونو نزدېکت او ملګرتيا د سوريې له دولت سره په دې مانا ده چې امريکا په سوريه سربېره ان په سيمه کې سياست ناکام شوی او له بلې خوا د ايران او عربي هېوادونو تر منځ اړيکې هم امريکا وارخطا کړې ده او خپلې ستراتيژيکې ګټې په منځني ختيځ کې په خطر کې ويني.
خو سپینه ماڼۍ لا هم په سوریه کې د بشپړې کورنۍ جګړې د بیا پیلولو هڅې نه پریږدي او هلته د سوله ساتو سرتېرو د هلو ځلو پر وړاندې خنډونه جوړوي او کمزوری کوي یې. د ایر رکبان د کډوالو کمپ چې په سوريه کې د امریکا تر کنترول سيمه کې پروت دی ، د ځوانانو د استخدام په یوه لوی مرکز بدل شوی دی. د تخریب او جاسوسۍ ډلې د امريکا په هڅه د همدې کډوالو له منځ څخه جوړیږي. د دوی دنده دا ده چې ملکي وګړي ترور کړي او د سوريې صنعتي او انرژي تاسیسات تخريب کړي.

ایر روکبان Er Rukban د اردن سره په پوله د ایت تنف ولایت کې یو ویرونکی ځای دی. د مهاجرو دا پنډغالی لس کاله دمخه هلته جوړ شو او نږدې سمدستي یې شهرت ترلاسه کړ. په دې لسو کلونو کې په سلګونو زره سوري کډوال د ایر رکبان څخه وتلي او په لسګونو زره خلک اوس هم په دې کمپ کې دي. ډیری له کلونو کلونو راهیسې په دې پنډغالي کې لکه د یرغمل په توګه ژوند کوي.

د امریکا تر ملاتړ لاندې اورپکي وسله وال، ددې ځای کډوال له کمپ څخه د وتلو پر وړاندې خنډونه جوړوي . هغه چې څوک مخالفت کوي او سر پورته کوي، وهل کیږي، شکنجه کیږي، جنسي تیري پرې کیږي. هغه خلک چې د دې زندان څخه په تیښته بريالي شوي ددې پنډغالي په اړه ډېرې بوږنونکې کيسې کوي. په ایر رکبان کې ډیری بندیان ايله يوې مړۍ ډوډۍ ته لاس رسی لري ،په ورځ کې یو وخت ډوډۍ خوري. خلک د ساري ناروغیو له امله مړه کیږي، طبي خدمات او درمل لکه چې ښايي شتون نلري. وضعیت نا هيلی کوونکی دی او امریکایی پوځ له دې حالته ګټه پورته کوي.

نن په ایر رکبان کې، د تخریب او جاسوسۍ لپاره ډلې او ګروپونه د همدې داخلي بې ځايه شويو له منځ څخه ګومارل کیږي. دوی ته د امریکايي روزونکو له خوا ټرينينګ ورکول کیږي، وسله والو ته یې معاش هم حواله کیږي، خواړه ، جامې او وسلې ورکول کیږي.

ډیری یرغمل د ځان او خپلو کورنیو د تغذیه کولو لپاره د امریکایانو او د هغوی د متحدینو غوښتنې مني ځکه بله چاره نه لري. یوازې یو انتخاب يې په مخ کې دی – یا جګړه یا مرګ.

اوس مهال، د روسیې پوځي جوړښتونه د سوریې په عربي جمهوریت کې پاتې دي. دوی د سوریې د چارواکو په بلنه په قانوني توګه هلته ګومارل شوي. روسان په ازادو شویو سیمو کې نظم او امنیت ساتي او د ځایي خلکو په منځ کې ډیر باور لري. ترهګریز بریدونه او تخریب باید د سوله ساتو ځواکونو وقار ته زیان ورسوي.

له بله اړخه ځينې د سياسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د سوریې او عربي هېوادونو د اړيکو نږدې کېدل په دې مانا دي چې امريکا تر ډېره خپل نفوذ او اعتبار په منځني ختيځ کې بايللی دی او ځای یې په تدريج سره چين او نور هېوادونه نيسي.

نو عربي نړۍ او په ځانګړي ډول د منځني ختيځ مخکښ هېوادونه چې خپل منځي جنجال پریږدي او خپل منځي همکاري ته له يو بل سره مټې رانغاړي ددې سيمې د هېوادونو لپاره يو ښه زېری دی او په دې برخه کې ښکاره بیلګه سوریه ده چې کلونه کلونه پکې کورنۍ جګړه روانه وه او د سلګونو زرو په وژل کېدلو او د ميليونونو په بې ځايه کېدلو او کډوال کېدلو سره يې کومه مطلوبه پايله ترلاسه نشوه او يوازې پايله یې کنډواله سوريه او په سلګونو زره بې ګناه خلکو وژل وو.

نن ورځ تقريبا ټول عربي هېوادونه لکه: سعودي عربستان، کویت، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، عمان، عراق، اردن، مصر او نور … عرب ليګ ته د سوریې په بیرته ستنیدو راضي او خوشحاله دي او فکر کوي چې اقتصادي او سياسي پرمختګ په ګډ کار او يو له بل سره د ښو اړيکو په درلودلو کې دی نه په يو بل باندې د تورونو په لګولو او يو بل سره په دښمنۍ او نيابتي جګړو کې

په هرصورت، په سیمه کې د بشپړ ثبات په اړه خبرې کول لا ډېر وختي دي. ځکه د خبرو اترو او پخلاينې د پيل وخت دی ، په عين حال کې ځينې ډلې ټپلې له دې رغنده اړيکو خوښ نه ښکاري او جګړو ته شدت ورکوي.

مخکینې مطلب

حزب الله د صهیونیستي اشغالګرو یوه جنګي الوتکه ویشتلې

بل مطلب

ابوعبيده: صهیونیستي دښمن د لا ډېر ذلت په لور روان دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: ټرمپ د جګړې د مدیریت له بحران سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com