کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ ثور، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي تحریک د پوځي څانګې “القسام” لېوا ویاند “ابوعبیده” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ځواکونو مورال یې غښتلی ده او د غزې تړانګې په ټولو برخو کې صهیونیستي دښمن د لا ډېر ذلت په لور روان دی. ابو عبیده دغه راز زیاته کړې ده، چې د جګړې ۲۰۰ ورځې پوره شوي؛ خو دښمن لا هم د غزې په شګو کې بند پاتې دی. نوموړي ټینګار کړی، چې دښمن به له شرم او ماتې پرته بل څه و نه ویني. ابو عبیده د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې، مقاومت لا هم پیاوړی دی او ځواکونه یې د جګړې په ډګر کې د غرونو په څېر پیاوړي ولاړ دي. ابو عبیده، چې څو ګړۍ وړلاندې یې الجزیرې نړېوال تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل: چې، په صهیونیستي ريژیم د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ مې له تاریخي بریدونو ۲۰۰ ورځې وتلي؛ خو صهیونیستي اشغالګر ريژیم غزه کې خپلو موخو ته چې د مقاومت ځپل او د نیول شویو خلاصول و نه دی رسیدلی. ابو عبیده خبرداری ورکړی، چې په اشغالګرو به د اکتوبر د اوومې په څېر نور بریدونه هم ترسره کړي. د ابو عبیده په خبره صهیونیستان دې یاد لري، چې موږ پیاوړي یو او اوس هم د تل أبیب په ګډون د اسراییلو په ټولو سیمو د بریدونو توان لرو. ابو عبیده دغه راز د حزب الله، د یمن له وسله والو ځواکونو، د عراق د اسلامي مقاومت د غورځنګ په ګډون په سیمه کې له ټولو هغو ډلو او هېوادونو مننه کړې ده، چې د اسراییلي ريژیم پر وړاندې یې د دوی ملاتړ کړی دی. د یا دونې وړ ده، چې نن سه شنبه د اپریل په ۲۳ مه غزه کې د حماس او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو او اسراییلي ځواکونو ترمنځ له روانې خونړۍ جګړې ۲۰۰ ورځې ووتلې؛ خو لا هم د اوربند کوم څرک نه لیدل کېږي.


















